امنیت

په ننګرهار کې ديو لړ چاودنو مخنيوى

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٩  :
په ننګرهار ولايت کې ديو لړ چاودنو  دترسره کولو لپاره دطالبانو او داعشيانو طرحه ناکامه شوه.                                                                                                 درارسيدلو خبرونوله مخې :  دداعش اودطالبانو په ډلو پورې اړوندو غړو د ننګرهار  ولايت په ځينو سيمو کې په لارو اوسړکونو کې ماينونه ښخ کړي و  چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په مرسته کشف اوشنډکړاى شول.
لومړى امنيتي مامورينو دوه ماينونه  دهسکې مينې او ددور بابا دولسواليو  په لارو کې کشف اوشنډکړل.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه دتيرې شپې په بهيرکې  دسيمې د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډکړاى شول.
ديوبل خبرله مخې :  پوځيانو داچين او روداتو په و لسواليو کې دڅه ناڅه څلورو  چاودنو په  مخنيوي بريالي شوي دي.                                                               درارسيدلو خبرونوله مخې :  داعشيانو  څه ناڅه څلور ماينونه ددغو دوو
ولسواليو په لويو لارو کې  ځاى پرځاى کړي و.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې طالبانو او داعشيانو غوښتل چې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې په ملکي وګړو  چادونې ترسره کړي خوبريالي نه شول.
په همدې حال کې په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې په دريو مواردو کې  درې تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې  دماين ښخولو په وخت کې دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته