ټولنه

اعلاميه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د سترې محکمې اعلاميه
د سعودي عربستان د شاهي دولت د اعلاميې له مخې، د چهارشنبې ورځ د ١٣٩٤هجري لمريزکال د تلې لمړۍ نيټه چې د ١٤٣٦ هجري قمري کال د ذوالحجې له نهمې ورځې سره برابره ده؛ د عرفې ورځ او پنجشنبه د تلې د مياشتې دوه يمه چې د ذوالحجې له لسمې ورځې سره برابره ده؛ د نيکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه په دغه مناسبت خپلې مبارکۍ او نيکې هيلې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس جلالتماب محمد محمد اشرف غني، د جمهوري رياست محترمو مرستيالانو ، د اجرايې جلالتماب رييس او محترمو مرستيالانو ته يې، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې محترمو رييسانو، د کابينې محترمو غړو، د لوى څارنوالۍ محترم سرپرست، په ملي شوراکې د خلکو محترمو استازو او د افغانستان ټولو ديندارو او مسلمانو خلکو ته وړاندې کوي او د لوى څښتن تعالى (ج) څخه هيله کوي ترڅو سوله ، امنيت، سوکالى او ترقى د افغانستان مسلمان ولس ته ور په برخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته