(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

کابل، د غوایي ٣١مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې نن په یاد هیواد کې د افغانستان له سفير مولوي فضل احمد حقاني او یو شمیر ډیپلوماټانو سره وکتل.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر ایران ته د خپل رسمي سفر جزیات له حقاني سره شریک کړل او د هغو درملو او روغتیايي محصولاتو په اړه چې په یاد هېواد کې تولید او افغانستان ته صادرېږي، د هغو په خوندي انتقال، کیفیت، خوندیتوب او په یو شمېر نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست څه موده وړاندې ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له روغتيايي چارواکو سره د روغتیايي محصولات د کیفیت او خوندیتوب په تړاو کتلي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا