
کابل، د وږي ۷مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د ازبکستان د درملیزو صنایعو د بین المللي اړیکو او صادراتو له رئیس شېرزاد یعقوب اوف نعمت ویچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وویل: موږ غواړو له ټولې ڼړۍ په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره حسنه او نیکې اړیکې ولرو.
هغه زیاته کړې چې افغانستان له لوی بحران څخه راوتی او اوسمهال په هره برخه کې د آبادۍ پر لور روان دی.
عمر دغه راز د دواړو هېوادونو له لوري د درملو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اړیکو پر درلودلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: هڅې به وکړو چې خپلو اړیکو ته لا پراختیا ورکړو ترڅو یو د بل له تجربو څخه په پوره ډول ګټه پورته کړو.
په ورته وخت کې، د ازبکستان د درملیزو صنایعو د بین المللي اړیکو او صادراتو رئیس ویلي چې ازبکستان له بل هر وخته اوس له افغانستان سره ښې اړیکې لري، او ژمنه یې کړې چې په ټول توان سره به هڅې وکړي چې په ورته مواردو کې اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.