ښوونه او روزنه

په بغلان کې د مسلکي ښوونکو او د ښځينه ښوونکو په سلوکې پنځوس کمښت لرې شوى دى

کابلباختردسلواغې  دمياشتې  ١٠ :
په بغلان ولايت کې د ښوونکو د روزنې له موسسې څخه د څه دپاسه پنځه سوه تنو محصلانو په فراغت سره د مسلکي ښوونکو دکمښت له پلوه د ښوونځيو ستونزې  تر يوې اندازې پورې لرې شوې دي .
دغه ټکى دبغلان ولايت دښوونکو د روزنې موسسې تدريسي مرستيال الله محمد نوري باخترآژانس ته وويل: د دغې موسسې د اتلسمې دورې په فارغانوکې پنځه سوه نوي تنه د ساينس، رياضي، ديني علومو، ټولنيزو علومو او د پښتو او دري ادبياتوله ډيپارتمنتونوڅخه فارغ شوي دي اوددغه ولايت په ښوونځيوکې د مسلکي  ښوونکو دکمښت او نشتوالى په باب د اساسي ستونزو په پام کې نيولو سره ډير مهم کار دى .
ده زياته کړه: د دغې موسسې د فعاليت له پيل  څخه تراوسه پورې څه دپاسه پنځه زره تنه مسلکي ښوونکي چې په سلوکې پنځه ديرش يې ښځې او نجونې دي؛ فارغ شوي دي .
ويل کيږي دغه موسسه د دوشي ،خنجانو، پل حصار، دهنه غوري ، مرکزي بغلان، خوست او دنهرين په ولسواليوکې شپږ ملاتړيز مرکزونه او يو الحاقيه مرکز لري .
خبرځاى زياته کړه چې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د موسسو په فعاليت په تېره بيا د ښوونکو د روزنې د موسسې په فعاليت سره د مسلکي ښوونکو او دښځينه ښوونکو دکمښت له پلوه دپوهنې په سلوکې پنځوس ستونزې لرې شوې دي او هيله لرو چې په سلوکې پنځوس نورې يې هم په راتلوونکو کلونوکې حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته