نړۍ

د نړۍ مطبوعاتو ته يوه کتنه

ډيلي ريکورد : دبريتانيا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې جنګيږي
لندن ديلي ريکورد   باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
دبريتانيا د ديلي ريکورد  خپرونې  په خپلې وروستې ګڼه کې ليکلي دي  چې دبريتانيا ځانګړي ځواکونه بيا دافغانستان په جګړه کې  شامل شوي دي  او په دغه هېواد کې دطالبانو اودداعش په ډلې پورې داړوندو کسانو په وړاندې جنګيږي.
ورځپاڼه ليکي : دا په داسې حال کې ده چې دبريتانيا صدراعظم ديويدکامرون يو کال مخکې دافغانستان جګړه پاى ته رسيدلې  اعلام کړې وه.
ددغې مقالې په دوام ليکل شوي دي چې دبريتانيا ځانګړي ځواکونه دخپلو امريکايي انډيوالانو په ملګرتيا دوسله والو تندلارو پرخلاف پوځي عملياتو کې ګډون لري.
ديلي ريکورد  ليکي : ټاکل شوې وه چې دغه بريتانوي ځواکونه دافغان پوځيانو دسلاکارانو په توګه  کار وکړي  خو جګپوړو پوځي خبرځايونو دغې خپرونې ته ويلي دي  چې  دغه ځواکونه د تروريستي ضد عملياتو رهبري په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته