خبرونهاقتصادټولنه

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بېړنیو مرستو د دوام لپاره ۹۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

 کابل، د وږي٦ مه، باختر

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې ١٩ میلیونه خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

له دغه سازمان څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې له نړیوالې ټولنې څخه د پيسو د ترلاسه کولو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړيوال سازمان رييسه مري الن وايي چې دغه بنسټ په یاد هېواد د مرستې رسولو لپاره نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.

هغې زیاته کړه چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې له ٢٠ ميليونو کسانو سره مرسته کړې ده.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ شپږ ميليونه کسان له جدي قحطۍ سره مخ دي.

مېرمن الن زياتوي چې د دغه بنسټ تمرکز له لوږو کسانو سره مرسته او هغوى سره د مرستې لپاره د روان کال ترپایه پورې ٩٦٠ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان رييسې د غور، باميانو او بادغيس ولايتونه زيات اړمن بللي  او زياتوي چې یاد بنسټ به په راتلوونکو مياشتو کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې زياتې کړي.

د خوړو نړيوال سازمان هره مياشت په افغانستان کې لسو ميليونو تنو ته مرستې وېشي.

د دغه بنسټ د څېړنې له مخې ۱۸،۹ ميليونه تنه له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي، بې سرپرسته ښځو، معلولو او اړمنو کورنيو مرستې رسول د یاد بنسټ له لومړیتوبونو څخه دي. \ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا