خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت د منسوبینو له لوري په نيمروز کې د یو شمېر توکو د قاچاق مخنیوی وشو

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو له لوري په نیمروز ولایت کې د یو شمېر توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې  د یاد قول اردو د سرحدي لوا د کشف او استخباراتو آمريت د راپور پر بنسټ د نيمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ په رباط سیمه کې ۴۶ عرادې سېپا موټر، چې غوښتل يې ټوکران، برقي وسايل او اوسپنې په غير قانوني ډول پرته له محصوله ګاونډي هېواد ته انتقال کړي، ونيول شول.

سرچینې زیاته کړې، چې  په دې تړاو د دفاعي ځواکونو له لوري ۷۵ تنه شکمن کسان هم نيول شوي، چې تر څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته