خبرونهاقتصادټولنه

د خوړو په مقابل کې د کار دوه پروژې په بره کې برک ولسوالۍ کې  ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 کابل، د زمري١٣ مه، باختر

د لوګر د کليو، بيارغاونې او پراختيا رياست مسوولينو نن د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوړو په مقابل کې د کار د دوو پروژو د پرانستلو خبر ورکړ.

د لوګر  د کليو، بيارغوني او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل باختراژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې چې د ٢٥ کيلومترو په اوږدوالي د کانال پاکول او ترميمول او د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٥٠ مترو په اوږدوالي د يو استنادي دېوال جوړول شامل دي چې په ٦ مياشتو کې بشپړ شوي دي.

نايب خيل  زياته کړه چې دغه پروژې  د خوړو نړيوال سازمان او د اکرو موسسې  له خوا د کليو، بيارغاونې او پراختيا رياست په همکارۍ پلي شوې دي.

د يادونې وړ ده چې د دغو پروژو په پرانیستلو سره په سلګونو جريبه زراعتي ځمکه او د استوګنې کورونه  د سېلاو له خطر څخه خوندي شوي او د سيمې يو شميرخلکو ته د  کار زمينه هم برابره شوې وه.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا