فرهنګ

دمحرم الحرام لسمه ونمانځل شوه

دمحرالحرام   لسمه دحضرت امام حسين ع  او دهغه ديارانو دپاڅون اوشهادت دورځې دکاليږي نن دکابل ښار په ځينو جوماتونو اوتکيه خانو کې  دغونډو په ترڅ کې درناوي وشو.

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبريالانو دخبرله مخې  په دغو غونډو کې  ځينو جګپوړو دولتي چارواکو ، دملي شورا غړو ، ديني عالمانو اودکابل ښار په زرگونو تنو ديندارو خلکو  گډون کړي و.

په دغو غونډو کې  ويناوالو دکربلا دپيښې ټولنيز ، سياسي ، اجتماعي اوعرفاني  اړخونه بيان کړل  او څرگنده يې کړه چې ديزيد او يزيديانو په وړاندې  دحضرت امام حسين  ع  اودهغه ديارانو  پاڅون داسلامي ارزښتونو دساتنې  اودمسلمانانو دازاد ژوندانه او ويښولو لپاره و.

دغه راز ددغو غونډو ويناوالو ټينګار وکړ چې موږ ته لازم دي چې دکربلامعلا دپاڅون پايلې  هماغه شان دځان اودټولنې دراتلوونکو نسلونو لپاره دژوندانه لارښود وگرځو.

ويناوالو وويل چې امام حسين ع   دانسان دازادي  اوداسلامي ارزښتونو دساتنې په لاره کې ديزيداويزيديانو پرخلاف پاڅون وکړ اوشهيد شو او انحضرت  خپل شته په لاس کې  ونيول  او دمبارزي ډگر ته يې  ور ودانګل که څه هم دکار او مبارزي له هماغه پيل څخه پوهيده چې ستر خطر په مخ کې دي خو آنحضرت خپلې مبارزي  ته دوام ورکړ تردې چې شهيدشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته