ټولنه

په افغانستان کې له میرمنو سره زور زياتی او تاوتريخوالی: د میرمنو سره زور زیاتی کولای شي د هغوی د ماشومانو پر ذهنونو هم ناوړه اغیزه وکړي.

کابل باختر  دليندى اوولسمه
که څه هم چې په تیرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې افغان چارواکو د ښځو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې څه نا څه ګامونه اخیستي، خو لا هم د دغه هیواد په بیلابیلو برخو او ولایتونو کې د دغه قشر پر وړاندې زور زیاتی، وهل ټکول، په ژوندوني  د هغوی سوزول، پزې یا د بدن د نورو غړو پرې کول او ان د هغوی وژل هغه څه دي چې د کورنیو او بهرنیو رسنیو د خبرونو د سر، سر ټکي جوړوي.  
د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې درې میاشتې وړاندې د افغانستان د جمهور ریس په ځانګړې پاملرنې د میرمنو سره د زور زیاتي د پیښو د څیړلو مرکز چې پخوا یې د یو ریاست په توګه د لويې څارنوالۍ په اډانه کې کار کاوه د معینیت تر کچې لوړ شويدی، لویه څارنوالي هیله څرګندوي چې له دې وروسته به د ميرمنو پر وړاندې د زور زياتي ټولې قضيې د دغه معينيت په اړونده ادارو کې په ښه توګه له څيړلو وروسته محکمو ته واستول شي.
د دغه معينيت چارواکي وايي د ۱۳۹۵ لمريز کال له پیله یعنې په تیرو نهو میاشتو کې د تاوتریخوالي ۳۷۰۲  پیښې د افغانستان په څارنوالیو کې ثبتې شوي چې د تير کال پرتله پام وړ زياتوالی ښيي، د دغو چارواکو په خبره په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي ټولې پيښې ۳۰۰۰ ته رسيدلې وې چې د سږني کال په نهو مياشتو کې شميرې د تير کال په پرتله خورا لوړې دي.

د فغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیاله ملیحه حسن وايي: (( د یادو شویو قضیو څخه ۵۴۵ قضیې په بشپړه توګه څیړل شوي د ۳۴۲ قضیو په اړه څیړنې روانې دي او ۲۱۸ نورې یې داسې دي چې پخپله عارضین ځینې په شا شویدي. دا رنګه ۷۰ قضیې د کابل د حقوقو ریاست ته استول شوي او یوویشت نورې یې د نورو ولایتونو څارنوالیو ته استول شویدي.))
دوی دا هم وايي چې ښايي د ميرمنو سره د زور زياتي پيښې لا زياتې وي چې تر ډيره يې دوی لاملونه هغه دودونه په ګوته کوي چې ډيرې کورنۍ دې ته چمتو نه دي چې دغه شان پيښې په عدلي او قضايي څانګو کې ثبتې کړي.
اغلې حسن وویل: هغه پیښې چې رسنیو ته یې لاره میندلې وه هغه ټولې څیړل شوي او ددوی پلټنې بشپړې شویدي هغه دا رنګه وایي  په هغې درې کلنې نجلۍ چې د کاپیسا په ولایت کې جنسي تیری شوی و د پیښې عامل له بشپړو پلټنو وروسته په شپاړس کاله بند محکوم شوی، او د غور په ولایت کې د زهرا په نوم قضیه بشپړه شوې او محکمې ته استول شویده.
د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې له زور زیاتي سره د مبارزې مشره پروین رحیمي وايي چې له دوی سره د ثبتو شویو قضیو له ډلې ۹۲۶ قضیې یوازې د کابل په ولایت کې ثبتې شویدي چې ۵۱۲ یې د میرمنو د وهلو ټکولو، ۱۶۶ یې د ښځو او نجونو د ازارولو، او دیرش نورې یې د وژنو او سوزولو دي، دا رنګه د جنسی تیري نهه پیښې او دوه نورې پیښې یې داسې دي چې په هغو کې نجونې په زوره زنا ته اړې ایستل شویدي.
له کابله پرته ښايي په لرو پرتو سيمو کې ډيرې داسې پيښې وي چې يا رسنيو ته لاره نه مومي او يا يې د رپوټولو مخه د يو شمير سيمه ييزو نا قانونه وسله والو او زور واکو له خوا  ډب کيږي.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي هغه نجونې او میرمنې چې په کورونو کې ځورول کیږي او یا هم زور زیاتی ورسره کیږي او هغوی د خپلې کورنۍ د پت ساتلو ویره لري او یا هم عدلي او قضایي څانګو ته یې لاس رسی ناشونی وي، نو کولای شي چې د پولیسو ۱۱۹ شمیرې ته زنګ ووهي او د خپلې ستونزې په اړه هغوی ته مالومات ورکړي.
داسې رپوټونه هم شته چې په کليوالو سيمو کې د زورواکانو له خوا د ښځو ځورونه، په زوره د هغوی نکاح کول، په بدو کې د ميرمنو ورکړه او ځينې نور دودونه لا هم پر ځای پاتې دي چې د همدغو زورواکو له خوا ترسره کيږي او لویه څارنوالۍ له خلکو غوښتنه کوي چې د قانون په پلي کولو کې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.
که څه هم چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې نارينه او ښځې يو شان حقونه لري، خو تر ډيره يا خو دغه حقونه ميرمنو ته نه دي ورکړل شوي او يا هم ډيرې کليوالې نجونې او ميرمنې ترې نا خبره پاتې شوي.
هره ميرمن که له يوې خوا د يو چا مور، خور، ميرمن يا لور ده، خو له بله پلوه داسې هم ويل کيږي چې هره ميرمن د خپلو ماشومانو لومړنۍ ښوونکې هم ده، ځکه هر ماشوم لومړنۍ مدرسه د خپلې مور په خوږه غيږه کې پيلوي، نو کله چې يوه مور د تاوتريخوالي په داسې ډک چاپيريال کې ژوند کوي بيله شکه چې دغه تاوتريخوالی د هغوی د ماشومانو ژوند او ذهن هم اغيزمنولای شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته