امنیت

ځانمرګو يرغلګرو دهلمند ولايت د حج اواوقافو په رياست بريد وکړ .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
دوه تنه يرغلګر چې نن سهار يې دهلمند ولايت دحج او اوقافو رياست ودانۍ ته دننوتو نيت درلود دامنيتي ځواکونو په مقاومت سره يوېې وځپل شو اويوسرتيرى چې په دروازه کې يې  پهره کوله  شهيد شو .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود  اشنا دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دوو تنو يرغلګروپه هغه سرتيرې له ډزو وروسته چې دهلمند ولايت دحج اواوقافو  په رياست بريد وکړ او غوښتل يې ددغه رياست ودانۍ ته ننوځي چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول اويويې وځپل شو او يوبل يرغلګر  لاتراوسه پورې مقاومت کوي .
دځينو رارسيدلوخبرونو له مخې په دې پيښه کې څه ناڅه لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  اشنا زياته کړه  ديرغلګرو  هدف دحج او اوقافو رياست ته ننوتل و چې غونډه پکې روانه وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته