سیاست

جمهور رئیس غني: د ښارونو په بیارغاونه کې د خلکو همکاري او ونډه مهمه ده

کابل – باختر د زمري د مياشتې١٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمداشرف غني په مشري پرون د  ښارونو د پراختیایي او بیارغاونې د حالت د څيړنې په مقصد په ارګ کې غونډه وشوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د دفتر ( یو این هبیتات) استازي، د ښار جوړولو دچارو وزارت سرپرست او د کابل ښاروالۍ سرپرست هم حاضرو، د کابل او د هېواد د نورو لویو ښارونو د ښاري پلان په باب بحث وشو.
جمهور رئیس غني وویل، د ښار په بیارغاونه او بنسټيزو پروژو کې د خلکو همکاري او ونډه مهمه ده او  اړوندې حکومتي ادارې د یو این هبیتات او مرستندويو موسسو په مرسته د بیارغاونې د حالت په ښه والي کې زیات اقدامات کولی شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د ښاري واحدونو ادارې دنده لري چې د مرستندويو ادارو په همکاري کابل ښار د سیمه ییز او ښاري واحدونود  وېش  پر بنسټ مشخص کړي. جمهوررييس دغه راز په ښاري پراختیا او ښه والي کې د ښاروالۍ او ښار جوړولودچارووزارت رول مهم وباله.
جمهور رئیس غني د کابل په شاه شهید سیمه کې د تروریستي پېښې له امله اوښتي زیان ته په اشارې سره وویل، حکومتي ادارې دې  د یو این هبیتات په همکاري سروې وکړي، ترڅو سوداګریزو دوکانونو  او د استوګنې کورونو ته اوښتي زیانونه معلوم شي.
د غونډې په پای کې د یو این هبیتات استازي جمهور رئیس ته د هېواد د ټولو لویو ښارونو د تجربې پر بنسټ په کابل کې د ښار جوړولو او ښاري پراختیا په باب خپلې نطر يې وړاندې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته