کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دبدخشان ولايت دسهارک او شهدا دولسواليو دپوهنې د آمريتونو ٦٣٦ تنو کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو له پروګرام څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دمارکوپولو دبياجوړولو او ټولنيزو خدمتونو دموسسې مسوول جان آقا جاهد دباختر آژانس خبريال ته وويل :- چې دبهارک روزنيز مرکز دمارکوپولو دبياجوړولو او ټولنيزو خدمتونو دموسسې په همکارۍ دبهارک او شهدا دولسواليو ٦٣٦ تنه ممتاز استادان او شاګردان په ٦ مياشتو کې دمرکزي آسيا دموسسې له بودجې څخه داتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت دانګليسي ژبې ،کمپيوټر او رياضي په برخو کې روزلي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې کورس کې ٢١٨ تنو ښځو او ٣٤٣ تنو نارينه آمرانو او زده کوونکو ګډون کړى و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ