اقتصاد

شپيتو مليونوامريکايي ډالره ليلاميږي

کابل- باختردسلواغې ١٨مه :
دمرکزي بانک شپيتو مليونه امريکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري .
په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه بانک له لارې باختر اژانس ته رسيدلې ده؛ د افغانستان  بانک د روان کال د سلواغې د مياشتې په ٢١ او ٢٤مه دشنبې اوسه شنبې د ورځو په داوطلبيو کې شپيته  مليونه امريکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري.
هغو ټولو صرافانواو تجارتي بانکونو ته چې پخوايې لس زره امريکايي ډالره د افغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي وي، په دې داوطلبيوکې د گډون بلنه ورکوي .
دغه راز له ټولو ګډون کوونکو څخه هيله کيږي چې د داوطلبيو فورمې د شنبې په ورځ له نهو بجو څخه دافغانستان بانک د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او بېرته په نهو بجو او ديرشو دقيقو اړوندو موظفيفوته وسپاري.
هغوصرافانواو تجارتي بانکونو ته چې تراوسه پورې لس زره ډالره، د ډالر په ليلامونوکې د ګډون په لاره کې د تضمين په خاطر نه دي تحويل کړي؛ کولى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې کړي او په راتلوونکو ليلامونوکې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته