امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب او کندزکې ووژل شول

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان دفارياب او کندز په ولايتونوکې له افغان ځواکونوسره د دوو جلا جلا نښتو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
په دې نښتوکې چې تيره شپه ناوخته رامنځته شوې؛ د وسله والو طآلبانو په لسګونو جنګي وسايل هم  ترلاسه شوي دي .
لومړۍ نښته په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د افغان سرتيرو په ګزمې بريد وکړ .
دکندز د عامه ساتنې د قوماندانۍ مرستيال باخترآژانس ته وويل: په دې يوساعته نښته کې پنځه تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول او افغان ځواکونو ته په دې نښته کې زيان نه دى اوښتى او د وسله والوطالبانو جنګي وسايل هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دويمه نښته دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار ته څېرمه هغه وخت وشوه چې طالبانو په يوې امنيتي پوستې د بريد نيت درلود .
دميمنې ښار يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول
په دې نښته کې يو افغان سرتيري هم ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته