امنیت

په هلمند کې دکوماندو دځواکونوپه بريدونوکې په لسګونو تنه طالبان ووژل شول .

-کابل باختر د وږي څلورمه :
په هلمند ولايت کې دکوماندو دځواکونو دبريدونو له امله ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه طالبان تيره شپه دناد علي ولسوالۍ دچاه انجير په ساحه کې دکوماندو له  ځواکونو سره په مخامخه  جګړه کې ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دهلمند ولايت رسانه يي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دکوماندو ځواکونو په  دې بريد کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل  او نهه تنه نور يې ټپيان کړل .
خبرپاڼه زياتوي چې دکوماندو ځواکونو دنادعلي ولسوالۍ دچاه انجير زياته برخه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده او په ساحه کې ددوى عمليات په خپل قوت سره دوام لري .
ديوبل خبر له مخې پوځيانو دهلمند ولايت په ځينو سيمو کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
درارسيدلو خبرونو له مخې وسله والو طالبانو دهلمند ولايت دلويې لارې په اوږدو کې په ديارلسو سيمه کې  ماينونه ښخ کړي و خو دغه ماينونه دسيمې دخلکو په مرسته  دپوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شول . 
په هلمند ولايت کې دملي اردو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل چې دپوځيانو دعملياتوپه وړاندې خنډونه پيداکړي خو بريالي نه شول  .
دهلمند ولايت په ځينو سيموکې له يوې مياشتې راپديخوا دتروريزم ضد پوځي عمليات  دوام لري هغه عمليات چې طالبانو ته يې دسر دروندزيان اړولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته