فرهنګ

د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د انځورګرۍ نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.
په دې نندارتون کې د ليلا صالحي د انځورګرۍ پنځوس آثاره نندارې ته                        و ړاندې شوي دي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله  مخې : 
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې وويل چې په هېوادکې د فرهنګ او هنر په برخوکې زيات استعدادونه شته او بايد دغو استعدادونو ته وده ورکړ شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هنرمندانو څخه وغوښتل داسې آثار رامنځته کړي چې د هېواد له فرهنګ سره سمون ولري.
دغه راز د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات په لنډو خبروکې وويل چې د ځوانانو او د ځوانو هنرمندانو ملاتړ د ځوانانو چارو د معينيت له مهمو دندو څخه دي  .
د ملي نګارستان د آمرې صابرې رحماني د څرګندونوله مخې: د روان کال په بهيرکې  ٢٣ نندارتونونه په ملي نګارستان کې جوړ شوي دي چې دا په خپله  له هنرمندانو څخه د ملاتړ ښکارندوى دى.
ميرمن ليلا صالحي چې آثار يې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ وويل چې د دې  ټول آثار د رياليزم په سبک چمتو او په هغوکې د ټولنې حالت انځور شوى دى.
د دې د څرګندونو له مخې: دغه ٥٠ آثاره چې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ له آبي او روغني رنګونو څخه په استفادې سره برابر شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته