سیاست

له کریم امین سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر کتنه

کابل/ د سلواغې ٩مه/ باختر
له سیاسي شخصیتونو سره د کتنو په لړ کې د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له سیاسي شخصیت کریم امین سره وکتل.
باخترآژانس ته د سولې په چارو کې د دولت وزرات دمعلوماتو له مخې
په دې کتنه کې چې د ملي اجماع د ټينګښت او پیاوړتیا په برخه کې د مشورې لپاره ترسره شوه د سولې بهیر او شته حاکمو جریاناتو په اړه بحث وشو.
له سیاسي شخصیتونو، د مدني ټولنې له استازو، عالمانو، ښځو او د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناستې دوام لري.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته