کابل باختر د چنګاښ ٨ :
دباخترآژانس رييس ددغه آژانس له خبريال سره په خبروکې د خبريالانو د سبا دغونډې په باب زياتې څرگندونې وکړې.
دباخترآژانس رييس خليل مينوي طرحه کړه چې د رسنيو عالي شورا ته د دوو تنو خبريالانو د ټاکنې طرزالعمل وروستى نه دى او د خبريالانو د رسانه يي فعاليتونو د نظريو د راټولولو په خاطر د نظر غوښتنې ته وړاندې شوى دى.
د مينوي دڅرګندونو له مخې: د سبا په غونډه کې لومړى دطرزالعمل په باب خبرې کيږي. د طرزالعمل د بشپړولو او بډاينې په مقصد به د برخه والو رغنده نظريې په پام کې ونيول شي.
وروسته دطرزالعمل له مخې د خبريالانو دوه تنه استازي د رسنيو عالي شورا ته انتخابيږي.
د ده دڅرگندونوله مخې: د خبريالى د اخلاقي معيارونو د بشپړولو او د خبريالانو د صندوق احياکول د سبا د خبرو بله اجندا ده.
مينوي زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمرکز او ولايتونو له ټولوخبريالانو او له رسانه يي فعالينوڅخه غوښتنه کړې ده چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل