سیاست

دکورنيو چارو وزارت د يوشمير افسرانو دفوق العاده ترفيع کارتونه وويشل شول

کابل باخترد تلې دمياشتې ٩ :
دکورنيو چارو وزارت ديوشمير جګپوړو افسرانو دفوق العاده ترفيع کارتونه  نن دکورنيو چارو دوزير محمدعمر داود زي له خوا وويشل شول .
دکورنيو چارو وزارت دسرپرست  محمدعمر داودزي له خوا  هغوى ته ورکړاى شول . دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په هغو مراسمو کې  چې له  همدې امله پرځاى شوي وو دکورنيو چارو  وزارت  سرپرست  محمد داود زي دهېواد دامنيتي  او دفاعي ځواکونو دسرښندنو او ځان تيريدنوله امله قدرداني وکړه ، په سوله ييزه توګه دقدرت دليږدونې او  دافغانستان  او دامريکا دمتحده ايالاتو او دناتو دسازمان او افغانستان ترمنځ دامنيتي موافقه ليکونو دلاسليک له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دافغانستان خلکو له ديارلسو کلونو را په دې خوا دغه شان هيله لرله   چې له نړيوالې ټولنې اوپه تيره بيا دامريکا له متحده ايالاتوسره هميشنۍ دوستي ټينګه وساتي .
دکورنيو چارو وزارت سرپرست  ددغه وزارت  دجګپوړو افسرانو دکـــړنو په ستاينې سره   دلوى پاسوالۍ ، پاسوالۍ  او دمل پاسوالۍ دفوق العاده رتبو  له امله دوى ته مبارکي وويله  او زياته يې کړه چې درتبو ترلاسه کول له يوې خوا يو ډول امتياز بلل کيږئ او له بله پلوه   دامنيت دتامينولو او خلکو ته دزيات خدمت په لاره کې ستاسي مسووليتونه لا پسې درندوي .
ددغو مراسمو په پاى کې دکورنيو چارو وزارت دسرپرست او ددغه وزارت دمعينانو له خوا دکورنيو چارو وزارت دپاليسۍ اوستراتيژۍ معين مسعود عزيزي او ددغه وزارت داتو تنو حګپوړو افسرانو دفوق العاده ترفيع کارتونه ورکړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته