اقتصاد

په افغان خصوصي پوهنتون کې د افغانستان مالي وضعیت څېړلو او مالیې وزارت وروستیو دوو کلونو لاسته راوړنو په تړاو علمي سیمینار جوړ شو

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٧ مه
د مالیې وزارت عامه اړیکو ریاست له لوري پرون په افغان خصوصي پوهنتون کې د افغانستان مالي وضعیت څېړلو، د مالیې وزارت وروستیو دوو کلونو په لاسته راوړنو او د دې وزارت کاري بهیر په تړاو علمي سیمینار جوړ شو.
د ماليې وزارت د اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې علمي سیمینار کې د مالیې وزارت د یو شمیر کارکوونکو تر څنګ زده ګړیالانو، د پوهنتونو استادانو، اقتصادي چارو شنونکو او د افغان پوهتنون اداري کارکوونکو ګډون کړې و.
د افغان پوهنتون رئیس ښاغلي مبشر ساپي د سېمینار په پرانیستي وینا کې د مالیې وزارت له دې ګام څخه چې د هیواد په اکاډمیکو بنسټونو کې د مالیې وزارت د کړنو او کاري بهیر په اړه علمي سېمینارونه جوړوي هر کلی وکړ او دا یې د زده کړیالانو لپاره اغیزمن وباله.
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي، په تېرو دوو کلونو کې د ملي عوایدو په لوړېدو، د مالیې وزارت اړوندو برخو کې د اصلاحاتو د پلي کېدو، په بریا سره د وارسا او بروکسل کنفرانسونو د جوړېدو، له سیمه ایزو هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو ګډو کمېسیونونو د لاسته راوړنو، خصوصي سکټور ته د کاري اسانتیاوو په را منځته کېدو، له نړیوالې ټولنې سره د دوه اړخیزو ژمنو، په عایداتي ادارو کې د برېښنایي سیستمونو د نصبیدو، د فساد پر وړاندې د مبارزې، د عامه او خصوصي مشارکت، د سي بي آر پروګرام د لاسته راوړنو او د اسان خدمت ادارې په چارو ګډونوالو ته هر اړخیز پرېزینټېشن وړاندي کړ.
د دغه سیمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړ شول.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت عامه اړیکو ریاست، د ولایتي سفرونو د دوام ترڅنګ د هیواد په بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهتنونو کې پرله پسې ورته سیمینارونه جوړوي چې د مالیې وزارت وروستو کړنو، لاسته راوړنو او کاري بهیر په اړه دوی ته معلومات ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته