نړۍ

دهند ترادارې لاندې کشمير کې دزرګونو تنو نيول کېدل .

نوى ډيلي  باختر د وږي ٢٢مه :
هندي مقاماتو په تېره يوه مياشت کې  ٣٨٠٠ تنه  دهند ترادارې لاندې کشمير کې  نيولي دي .
درويترز خبري اژانس دخپلو  سندونو له مخې ، خبرورکړى دى چې له نيول شويو کسانو څخه  ٢٦٠٠ تنه  بيرته خوشي شوي دي .
ددوو پخوانيو  ايالتي  اعلي وزيرانو په ګډون  څه دپاسه ٢٠٠سياستوال او کابو سل تنه  سيمه ييز مشران او فعالان چې دکشمير له بيلتون غوښتونکوسياسي ډلو سره يې اړيکې لرلې  ،  په نيول شويو کسانوکې دي .
  درويترز خبري اژانس  دهند دپوليسو  ديو ه مقام له خولې  خبرورکړى دى  چې له نيول شويو کسانو څخه  ٨٥ تنه دتېرې يکشنبې په ورځ دهند په شمال کې  اګره  جيل ته  ولېږدول شول .
دبشر دحقوقو مدافعو ډلو په کشمير کې وروستي نيونې دهيلو پرخلاف او له اندېښنو  ډکې بللي دي او ويلي يې دي  چې ددغه بهير  دوام به  په کشمير کې  دحالاتو دخړپړتيا  سبب شي .
دهند دکورنيو چارو وزير او هم  دهند ترادارې لاندې کشمير کې  دپوليسو مقاماتو  ددغو نيونو دانګيزې په باب  دجزيياتو له وړاندې کولو څخه ډډه  کړې ده .
دغه اقدام له هغه وروسته وشوه  چې هند تېره مياشت  هغه ځانګړي  امتيازونو  چې کشمير ته يې  ورکړي و ،  لغوه کړل . 
دهند دغه اقدام  دپاکستاني مقاماتو سخت غبرګون دځان پسې درلود .
هندي مقاماتو ويلي دي  چې دغه نيونې  ضروري دي . ځکه له دې لارې کولاى شي  نظم  وساتو اودتاوتريخوالي مخه ونيسو اوپه پاى کې  دنااراميو  په پايله کې  دسر زيان کم کړو .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته