امنیت

٤١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دوږي لومړي :
دهيواد په يوولسو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو په پرونيو ګډ عملياتو کې ٤١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، بغلان ، کونړ ، فارياب ، سرپل ، قندهار ، زابل ، روزګان ، ميدان وردګو او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٤١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اته تنه ټپيان او ١٩ تنه نور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته