
کابل / د ثور ١٦ مه / باختر
د ملي امنیت منسوبانو په کوز کونړ ولسوالۍ کې دداعش يو غړى او درې نور کسان د دسیسې جوړولو په تور ونيول .
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې ؛ د ملي امنیت منسوبانو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سلطان محمد ، ذاکرالله او ذبيح الله په نومونو درې کسان وروسته له هغې ونیول چې غوښتل یې د خپلې مخالفې کورنۍ کور مخ ته د بم په اېښودلو سره هغوی ته دسیسه جوړه کړي.
سرچینه لیکي دغه درې کسان چې اصلې د کونړ ولايت اوسيدونکي دي ، غوښتل یې د خپلې مخالفې کورنۍ کورمخ ته يو بوشکه یي ماین کېږدي او بیا ورته د دسیسې جوړولو په موخه حکومت ته خبرورکړي، چې بيا وروسته دغه کورنۍ دمخالفینو په تور ونیول شي.
سرچینه وایې نیول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی .
دغه رازد ملي امنیت منسوبانو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش يوغړى نیولی چې اصلي د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او د تحقيقاتو په وخت کې يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی . پاى ذ