امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٤ :
امنيتي ځواکونو په  تيرو ٢٤ ساعتو کې  د  محاربوي عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترخبري آژانس ته خبرورکړ:
امنيتي ځواکونو د وسله والوطالبانوله شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د فارياب، زابل، لوګر او د غور ولايتونو په مربوطاتوکې محاربوي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ لس تنه نورطالبان ټپيان او لس تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته