ټولنه

په خوست کې بېځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر
د آی آر سي موسسې په مالي ملاتړ په خوست کې ۱۹۷ داخلي بېځایه شویو کورنیو نن نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري وايي چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی د داخلي او بهرنیو موسسو په همکارۍ د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.
سرچینه زیاتوي چې په یاده مرسته کې هرې زیانمنې شوې کورنۍ ته ۲۲ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته