امنیت

٥٤ تنه نور طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
دهيواد په ځينو سيمو کې دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او په نويو پرمختياوو کې ٥٤ تنه نور ډار اچوونکي وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات چې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهيواد په ځينو سيمو کې پيل شوې دي دغه راز دوام لري.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر ددغو عملياتو جزييات بيان کړى دى او وايي چې د زابل ولايت په مربوطاتو کې دنجات  -٢ په نامه دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ٢٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشاهين- ٢٣ په نامه ددغو ځواکونو په عملياتو کې پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول،پنځه تنه ټپيان او ددغې ډلې څلور تنه قوماندانان ونيول شول او ددغې ولسوالۍ د نغمه بازار، ورته بوز،نو آباد ،خوش محمد، ارباب خپلو او دالف بيردي کلي دتروريستانو او ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوې دي اودخوست،پکتيا،فراه او نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې او د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته