ټولنه

دمور ورځ دمشرانو په جرګه کې ونمانځل شوه .

کابلباختردجوزا٢٦
دغبرګولي د مياشتې ٢٤ د مور ورځ نن دملي شورادکنفرانسونو په تالار کې ديوې غونډې په ترڅ کې  ونمانځل شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې دمشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار ددغې پختورې ورځې له ا مله د نړۍ ټولوميندو په تيره بيا دافغانستان ځوريدلو ميندو ته دمبارکي دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې وويل، موږ دمور ورځ په داسې حال کې نمانځوچې زموږ د ميندو سترګې لا تر اوسه پورې دخپلو بچيانو په ماتم کې له اوښکو ډکې دي او په غم او خپګان سره د خپلو بچيانو په ماتم کې ناستې دي .
مسلم يارداسلام د مبين دين د حکمونو په رڼا کې اوزموږ دفرهنګي ارزښتونو له پلوه دمور د ارزښت او مقام په باره کې رڼا واچوله او وي ويل، موريوه داسې کلمه ده چې په ژبو د هغې ويل دروحي ارا مي سبب کيږي او زياته يې کړه روايت دى چې يوه ورځ يوتن د اسلام ستر پيغمبر ته ورغى اوپوښتنه يې وکړه اي داسلام پيغمبره : زمارضايي مور لاتراوسه پورې داسلام په مبين دين نه ده مشرفه شوې ايا زه کو لى شم دهغې څنګ ته لاړشم او لاسونه يې ښکل کړم ؟ رسول اکرم (ص) وفرمايل هو ځکه هغه مورده او تا ته يې شيدې درکړي دي او ته يې روزلى يې نو موږ اوتاسو ته په کاردى چې تل ددغه لوړ مقام درنا وي وکړو .
مسلم يار يوځل بيا د مور د ورځې له امله د افغانستان ټولو مسلمانو ميندو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د مشرانو جرګې تل دقوانينو په تصويب کې دګرانو ميندو او ښځو د اسلامي او مدني حقه حقوقوداعاده کولو په باب هلې ځلې کړي دي او په دې کار پا بنده ده .
په غونډه کې دغه راز سناتورانو خيرالنساغمى ،ډاکترې انارکلي هنريار ،مولوي غلام محي الدين منصف اود مشرانو جرګې ددپارلماني چارواو ددارالانشا مسلکي  مرستيال دسرمحقق مرستيال شاه سلطان عاکفي دمور دورځې له امله دمبارکي د ويلو په ترڅ کې د مورد مقام او په ټولنه کې دهغې درول په باب خبرې وکړې او هم سناتور ميربهادرشاه واصفي د مورپه درناوي يوشعر ولوست چې دپاملرنې وړ وګر ځيد .
دغونډې په پاى کې هغه سوغاتونه چې دمشرانو جرګې له خوا برابر شوي وودفضل هادي مسلمياراود نورو غړو له خوا برخه والو ميندو ته وړاندې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته