امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګوکې ووژل شول

کابلباختر د اسد٢٦
دميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره شپه د ملي اردو دخاصو ځواکونو په عملياتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ونيول شول.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي ددغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: دملي اردو خاصو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت د جلريز او جغتو د ولسواليو په مربوطاتوکې محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول، دوه تنه پاکستاني طالبان ټپيان او دولس تنه نور يې ونيول شول.
خوږياڼي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او دوه موټر سايکلونه هم د ملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته