امنیت

د پوليسوسرتيري له زده کړې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل باختر د  مرغومي دولسمه :
دجوزجان ولايت د درز آب  اوقوش تيپې د ولسواليو يوسلو دريو تنو سيمه ئيزو او ملي پوليسو له پوځي زده کړو وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دپوليسو دغه سرتيري د جوزجان د امنيې قوماندانۍ په تعليمي ټولى کې له دوه مياشتنې پوځي زده کړې وروسته فارغ شول.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني، د ملي امنيت رييس او د دغه ولايت د سولې دکميټې رييس د فراغت د سندونو د ويشلو په وخت د خبرو  په ترڅ کې د هيواد د خپلواکۍ اوځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او د دندو د بريالي ترسره کولو په لاره کې روزل شويو سرتيرو ته وويل چې تاسې کولاى شئ د امنيت په تامينولو او په هغو سيموکې چې ګومارل کيږئ؛ د امنيتي حالت په ښه والى کې استفاده وکړئ.
د جوزجان امنيه قوماندان وويل: دکورس فارغانوپه دوو مياشتوکې د پوليسو د تکتيک او تخنيک، د وسلو فنون، د بشر دحقوقو دموضوعګانو، عقيدتي درسونو او خلکو سره د چلند او د هيواد د نورو نافذو قوانينو په برخوکې روزل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته