قلات باختر د تلې د میاشتې ۲۲ مه
د زابل ولایت په ميزانې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو تنو قومندانانو ملا مراد خان او اعظم لالک ترمنځ نښته شوې چې له امله يې څلورو تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ميزانې و لسوال ملاظريف باختر اژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته د دولتي ځمکو د وېش پر سر رامنځ ته شوې چې له امله يې دوه تنه طالبان وژل شوي دي او دوه تنه نور یې ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د زابل ولایت په مېزانې ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ۴۵ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
پای/وصال