امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په هوايي بريدونو کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
په  فراه  ولايت کې  لس تنه   وسله وال   طالبان په  هوايي  بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو نن د فراه  ولايت په مربوطاتوکې بريدونه  وشول.
د افغانستان په لويديځ کې د ملي اردو يوه  قوماندان د باخترآژانس  خبريال      ته وويل :  په دې هوايي بريدونو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل په دغو وسله والوطالبانوکله چې په يولړ تروريستي بريدونو بوخت و بريدونه وشول.
د را رسيدلوخبرونوله مخې  په دې هوايي بريدونو کې ددغې ډلې څوسنګرونه او د هغوى جنګي  وسايل  هم له منځه وړل شوي دي.
ويل کيږي په دې هوايي بريدونو کې دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي  څلور تنه ماين ښخوونکي طالبان په فراه ولايت کې  دپوځيانوله خوا په ډزو سره ووژل شول.
په دغو طالبانو  نن سهار کله يې چې غوښتل  د بالابلوک ولسوالۍ په يوه     واټ کې  ماينونه ښخ کړي د پوځيانو له خوا پرې  ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته