ټولنه

هرات دمختلطې بادي او لمريزې بريښنا له لومړى دستګاه څخه د ګټې اخيستنې په درشل کې

هرات  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
په هرات و لايت کې مسوولينو دمختلطې بادي او لمريزې بريښنا دتوليد دلومړۍ دستګاه د جوړولو دکار په سلو کې  دنوې پرمختګ خبر ورکړ.
دمختلطې بادي او لمريزې بريښنا  دتوليد دلومړى دستګاه د جوړولو کار  چې دتير کال  دوږي په مياشت کې پيل شو تراوسه پورې په سلو کې کابو ٩٠ پرمخ تللى دى.دغه دستګاه  چې دنوي کولو وړ  ددوو ميګاواټو انرژۍ دتوليد وړتيا  لري   دهرات ولايت   دګذرې ولسوالۍ  دصنعتي ښارګوتي دساحې په مربوطاتو کې دڅلور هکتاره  ځمکې په ساحه کې  پرانستل شوې ده.
ددغې پروژې  دبنسټ ډبره  د  جاپان په مالي مرسته  دپنځو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دانرژۍ او او بو د وزيراو دهرات دسيمه ييزو مقاماتو په شتون کيښودل شوه او دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ؛  تر اوسه پورې ددغې پروژې دپرمختګ کار په سلو کې کابو ٩٠ ته رسيدلى دى.
دهريرود _ مرغاب دسمندري حوزې لوى رئيس انجينر نوراحمد بارز ددغې موضوع  دبيانولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل ؛  چې تراوسه پورې په دې دستګاه کې پنځه زره درې سوه شل سولرونه ځاى پرځاى شوي دي او ټاکل شوې ده  درې بادي توربينونه  چې هر يو يې  ١٠٠ کيلوواټه ظرفيت لري په نږدې راتلوونکې کې ودرول شي.
ديادونې وړ ده چې له دغې پروژې څخه  د٢ ميګا واټه ترلاسه بريښنا له  جملې څخه ١٧٠٠  کيلوواټه يې  له لمريزې انرژۍ څخه توليديږي   او  ٣٠٠ کيلوواټه نوره يې له بادي انرژي څخه توليديږي چې ددغې  طرحې داجرا کولو مسووليت  دافغانستان دانرژۍ او اوبو وزارت ،.دافغانستان دبريښنا دملي شرکت   او دافغانستان دکورني تړونوالو په همکارۍ دملګروملتو دسازمان دپروژو دخدمتونو اداره په غاړه لري.
دهريرود _ مرغاب په سمندري  حوزه کې دمسوولينو دڅرګندونو له مخې  ټاکل شوې  ده دغه پروژه په نږدي راتلوونکي ګې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
ديادونې وړ  ده  چې دانرژۍ او اوبو وزارت دلويديځ زون په  کچه دلمريزې اوبادي انرژۍ  دتوليد زياتې پروژې ترلاس لاندې لري چې په ډير لنډممکن وخت  کې به داستفادې وړ وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته