-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د نړې هېوادونو د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر احتياطي اوسملاسي تدبيرونه ترلاس لاندې ونيول چې د دې سبب شول چې د هېوادونو ترمنځ تجارتي اوترانزيتي راکړه ورکړه د تېرو لسيزو په اوږدو کې خپلې ټيټې کچې ته ورسېږي چې افغانستان هم له دې کار څخه مستثنى نه وه .
د نړۍ له هېوادونوسره د افغانستان تجارتي اړيکې د وري او د ثورپه مياشتوکې خپلې ټيټې کچې ته ورسيدې . حکومت د دغه موضوع په درک کولو سره چې کويد١٩ يو پراخ بنسټه پديده اوله منځه وړل يې زيات وخت نيسي د عمل په نوښت لاس پورې کړ او د خصوصي برخې په نږدې همکارۍ سره يې د سيمې او نړۍ له هېوادونوسره د سوداګري اوترانزيت د بيا پيلولولپاره زمينه برابره کړه
له نيکه مرغه د دې ترڅنګ چې د افغانستان اونړۍ ترمنځ د ځمکني سوداګرى اوترانزيت د عادي کولو بهير په ښه ډول پرمخ تللى دى نوې شمېرنې ښيي چې د روان ميلادي کال په اوومياشتوکې د هوايي دهليز له لارې د افغانستان د صادراتو حجم د تېرکال د همدې مودې په نسبت ٢٩ سلنه او ارزښت يې ١٧سلنه زيات شوى دى .
د يادونې وړده چې له هند اوله متحده اماراتو سره د هوايي دهليز له لارې صادرات عادي شوي دي.او هيله کېږي چې د نورو هېوادونوسره هم په نږدې راتلونکې کې له سره پيل شي .
د صنعت اوسوداګرى وزارت د مسوولينو د څرګندونوله مخې؛ د صادراتو فصل د مالي کال له دويمې نيمايي څخه پيل او د کال ترپاى پورې خپل وروستي اندازې ته رسېږي
ختم _ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل