امنیت

دداعش دڅلورم ګروپ مشر هم ووژل شو .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
د داعش يو فعال قوماندان  چې په افغانستان کې ددغې ډلې  درهبرۍ لپاره کانديد وو په يوه هوايي  بريد کې ووژل شو .
دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال  دولت وزيري  باختراژانس ته وويل چې ابو عبدالله رحمان دداعش دډلې له دريو تنو مهمو قوماندانانو سره دکونړ ولايت دچپې درې په ولسوالۍ کې  ووژل شو.
دوزيري دڅرګندونوله مخې، ابو عبدالله رحمان  يو له هغو کسانو څخه وو چې دداعش دډلې رهبرۍ ته کانديد وو .
دا دداعش  دډلې څلورم سرګروپ  دى چې په افغانستان کې وژل کيږي .
  مخکې له  دې حافظ سعيد، عبدالحسيب  او ابو سعيد دهېواد ددفاعي اوامنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته