امنیت

په بادغيس کې د امنيتي پوستو زياتيدل

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
د بادغيس سيمه ييزو مسوولينو د بادغيس ولايت په مقر او آبکمري ولسواليو کې د لسګونو امنيتي پوستو د زياتوالي خبر ورکړ .
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ولايت ته د مرستندويو ځواکونو په رسيدو سره د مقر او آبکمري  په ولسواليو کې په لسګونو امنيتي پوستې زيات شوې دي.
ده وويل: هغه کومکي ځواکونه چې دغو ولسواليو ته استول شوي دي، د ملي اردو، ملي پوليسو او د وګړني پاڅون ځواکونه پکې شامل دي.
ده وويل: دغه ځواکونه به هر ډار اچوونکی بريد ته ځواب ورکړي او تعرضي بريدونه به هم ترسره کړي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته