کابل باختر د کب څلورمه :
په روزګان ولايت کې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام د دغه ولايت د والي محمد نذير خروټي له خوا د يوه نيالګي په ايښودلو سره پيل شو .
په دې پروګرام کې ټاکل شوې ده ٦٦ زره نيالګي د دغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې کيښودل شي .
د روزګان والي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له شپږ شپيتو زرو نيالګيو څخه ٢٠ زره يې ميوه لرونکي او نور ډولي نيالګي دي .
ده د روزګان ولايت له خلکوڅخه وغوښتل چې د يوه يوه نيالګي په ايښودلو سره د ژوندانه د چاپيريال په سمسورتيا او پاکوالي کې کارنده رول ولوبوي .
د ترينکوټ ښاروال د څرګندونوله مخې: دوه زره ٤٠٠ نيالګي د ښاروالۍ له خوا د ښار د سمسورتيا په خاطر په بېلابېلوساحوکې ايښودل شوي دي .
ده د سيمې له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې د نيالګيو په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي .
0 1 دقیقه لوستل