امنیت

د طالبانو په مرکزونو د پوځيانو ځپنده ګوزارونه

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
د هرات ولايت په شينډنډ و لسوالۍ کې د طالبانو په قرارګاوو  او مرکزونو د وسله والو  ځواکونوله خوا بريدونه وشول او ويجاړ کړاى شول.
په شينډنډولسوالۍ کې ملکي وګړو ته د تروريستانو د ستونزو له زياتوالي وروسته په دغې ولسوالۍ کې د ياغيانو د فعاليت د سيمو د له منځه وړولو په مقصد عمليات ترسره شول چې د دغو عملياتو په بهيرکې د پشت کوه او د ګردنه بکلي په سيموکې د دښمن قرارګاوې له منځه يوړلې شوې او دغه ساحې د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکې شوې.
په دغوګډوعملياتوکې چې د ضرب ظفر_ ٣٣ ترنامه لاندې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو درې تنه مشهورکسان ووژل شول او يو حرفوي ماين ښخوونکى په شينډنډ ولسوالۍ کې ونيول شو.
په خبرکې ويل شوي دي چې ددښمن يو موټر سايکل ، دوه مخابرې، څلور پرتلې، يو شارژور او د مخابرې دوه چارجرونه په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې   د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو قر ارګاوې او مرکزونه ويجاړ شوي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته