۱۰۰ ورځې

قيوم کرزى خپلو انتخاباتي مبارز ته دوام ورکوي

 کابل باختر دکب دمياشتې ٩ :
د تفاهم جرګې  په پاى کې نن په يوه غونډه کې خپل  وروستى تصميم دعبدالقيوم کرزي دانتخاباتي مبارز دوام ته  چې  پخوا هم  دوام درلود اعلام کړ.
له څه  مودې را په دې خوا  د تفاهم دجرګې هلې ځلې  دا  وې چې عبدالقيوم کرزى  دې د زلمي رسول يا داشرف غني احمدزي په ګټه ګوښه  شي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   په  دې غونډه کې  عبدالقيوم کرزي  وويل:    ددغه شان جرګو جوړول زموږ د فرهنګ يوه  برخه ده   او دهغه دساتلو په خاطر هلې ځلې کوم  او زه د جمهوري رياست ديو کانديد په توګه د جرګې مشورې په پام کې نيسم  او خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام  ورکوم .
د تفاهم دجرګې غړو پخوا ويلي و  چې ښايي دجمهوري رياست يو شمير کانديدان دبل کانديد په ګټه له خپلې کانديدۍ څخه ګوښه شي  او دکانديدانو ترمنځ خبرې له  يوې مياشتې را په دې خوا دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته