خبرونهروغتیا

د دایکنډي د روږدو کسانو ۲۰ بستریز روغتون ۴۰ بسترونو ته لوړ شو

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د روږدو کسانو ۲۰ بستریز روغتون ۴۰ بسترونو ته لوړ شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛  په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د روږدو کسانو د ۴۰ بستريز روغتون سرپرست وکیل زاده وویل، چې دغه روغتون له ۲۰ بستریز څخه ۴۰ بسترونو ته لوړ شو او د بودجي د نشتوالي له امله ۹ میاشتې غیرفعال وو.

په دې غونډه کې د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد مصطفى صالح د دغه روغتون فعالول د دايکنډي د خلکو لپاره يو ښه ګام وباله او ويې ويل، چې د اسلامي امارت له راتګ سره هېواد له اشغاله خلاص شو او د اميرالمؤمنين د فرمان له مخې له دې وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز لګول شوی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا