امنیت

په بدخشان کې د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې د وګړني پاڅون کوونکو د ډلې درې ته شهيدان شول.

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دبدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې  دوسله والوطالبانو په يوه کمين کې   د وګړني پاڅون کوونکو دډلې درې تنه شهيدان او دوه تنه ټپيان شول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت  آمر سمونوال سخيداد  حيدري دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه  پيښه هغه وخت رامنځته  شوه چې دوګړني پاڅون سرګروپ پهلوان آغا  دبام درې په سيمه کې دوسله والو طالبانو له کمين  سره مخامخ شو  چې دپهلوان آغا دګروپ  درې تنه  افراد شهيدان  شول خو د مقابل  لورې د سر د زيان په  باب خبر نه  دى  ترلاسه   شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته