امنیت

په هرات کې د چاودنې له امله څلور تنه شهیدان شول

کابل باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : په هرات ښارکې پرون مازيګر د يوې چاودنې له امله څلور تنه شهيدان شول . دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وويل چې په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سايکل د هرات ښار په يوې ګڼ ميشته سيمه کې وچاوديد چې له امله يې دوه ماشومان او دوه تنه نور شهيدان شول . ده زياته کړه: په دې پيښه کې د دوو ماشومانو او يوې ميرمنې په ګډون ١٢ تنه ټپيان شول. په هرات ولايت کې مسوولان وايي چې د دغې چاوديدنې موخه د شينډنډ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانى قوماندان امير نور زايي و چې هغه هم په مخ کې برسيرن ټپي شوى دى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته