ټولنه

په هرات کې دکرنې دپراختيا لپاره دزياتې پانګې اچونې په باب ادعا .

هرات  باختر د ثور ٢٦:
  دهرات ولايت دکرنې درياست چارواکو دکرنې دچارو دپراختيا په برخه کې دسترو پانګو اچونو خبر ورکوي .
دهرات ولايت دکرنې رييس عبدالصبور رحماني نن په يوه خبري غونډه کې چې دولايت مقام دمطبوعاتو په  مرکز کې جوړه شوه . په زنده جان ، کرخ او انجيل ولسواليو  کې دديارلسو مليونو افغانيو  په ارزښت داوبو ددرې سترو بندونو دجوړولو خبرورکړ.
ده زياته کړه دغه بندونه ١٧٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي .
ده وويل دکرنې رياست په روان کال کې اووه ګلخانې ، دمميزو نهه خونې ،  دشيدو راټولولو دوه مرکزونه او دوه پنځوس جريبه باغونه  ترلاس لاندې نيولي دي .
دکرنې دادارې رييس دپنځلس ګونو ولسواليو په کچه  دبزګرانو حالت ته په اشارې سره وويل چې دزراعتي اوبو په سلو کې نوي دمعياري بندونو دنشتوالي له امله  ګاونډيو هېوادونه بهيږي .
دهرات دوالي وياند دکرنې رياست دارزښتناکو فعاليتونوهرکلي وکړ او ويې ويل دکرنې رياست تل دسيمه ئيزې ادارې مستقيم همکار دى او دبزرګانو دظرفيتونو دلوړولو په  خاطر لازم روزنيز پروګرامونه ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته