سیاست

د ( جمهوري رياست په انتخاباتو دښځو درول په مشارکت ) پوهاوي ورکونې ورکشاپ پاى ته ورسيد .

کابل باخترد سلواغې يوولسمه : دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دښځو درول اومشارکت دپوهاوي ورکونې ورکشاپ چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ديوشمير کارکوونکو لپاره جوړ شوى و، نن پاى ته ورسيد . باختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه ورکشاپ داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې له ښځو سره دملاتړ دامريت له خوا دنيکدو ( دنور دظرفيتونو دلوړوالې ) موسسې په همکارۍ په کابل کې جوړ شو . په دې ورکشاپ کې دنور دظرفيتونو دلوړوالې دموسسې ښوونکو نيلوفر سيار اومسعودې ويسي دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې دښځو درول اومشارکت ، دانتخاباتو دقانون ، له انتخاباتو څخه دمخکې ) دانتخاباتو دبهير او له انتخاباتو څخه وروسته دورو په اړوند او داچې کوم کسان کولاى شي راى ورکړي او کوم کسان کولاى شي ځانونه جمهوري رياست لپاره نوماند کړي او دغه راز دراى ورکونې دبهير او درايو دشميرنې دڅرنګوالي په باره کې معلومات وړاندې کړل . دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې له ښځو سره دملاتړ آمرې محبوبې سعادت خبرې وکړې او ددې تر څنګ يې چې ددغه وزارت دکارکوونکو لپاره دپوهاوي ورکونې ددغه ورکشاپ جوړولو په خاطر دنيکدو ( دنور دظرفيتونو دلوړوالې له موسسې ) څخه مننه وکړه او ويې ويل چې داسلام دمبين دين له نظره ښځې او نارينه کولاى شي په ټولو تصميم نيوونو کې ونډه ولري . دې زياته کړه دهېواد له اساسي قانون سره سم ښځې دهېواد دنورو اتباعو په شان برابر حق لري چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل نظر نوماند ته راى ورکړي اويا داچې ځان نوماندکړي او له هېوادوالو څخه راى واخلي . محبوبې سعادت څرګنده کړه چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) په وخت کې ښځو داسلام پيغمبر ته په بيعت کې وڼده واخسته او نن هم په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې په انتخاباتو کې دګډون او دراى ورکونې حق لري . دغه راز هغې له ټولو ښځو څخه وغوښتل چې دجمهوري رياست په راروانوانتخاباتو کې کارنده ګډون او ونډه واخلي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته