سیاست

دمشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په داسې حال کې چې سناتور انجنير محمد دين همدرد هم حاضر و؛ نن سهار د شهيد سردار محمد داوودخان په روغتون کې د بسترو ناروغانو او د ټپيانو پوښتنه وکړه .

کابل باختردزمري دمياشتې١٩
دمشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په داسې حال کې چې سناتور انجنير محمد دين همدرد هم حاضر و؛ نن سهار د شهيد سردار محمد داوودخان په روغتون کې د بسترو ناروغانو او د ټپيانو پوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې لومړي نايب په بسترکې ناروغانو او ټپيانو ته د اختر دمبارکۍ په ترڅ کې وويل: دهيواد د دفاع او ساتنې په لاره کې فدا کارۍ او سرښندنه ددغه هيواد دهر وګړى رسالت او مسووليت دى .
دغه راز دسنامجلسن لومړي نايب دهغوى د ستونزو د اوريدو په ترڅ کې نغدي سوغاتونه يې هم په ټپيانو وويشل.
دغه راز محمد علم ايزديار او سناتور محمد دين همدرد د مشرانوجرګې د دفاعي چارو دکميسيون د رييس د سناتورې روح ګل خيرزاد دکورنۍ د غړو چې د دوى دسپرلۍ په موټر دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو په يو کمين کې بريد شوى و، پوښتنه وکړه او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې هغوى ته سملاسي روغتيا هيله وکړه.
ديادونې وړ ده چې به دغه بې رحمانه تروريستي بريدکې د سناتورې خيرزاد يوه کوچنۍ لور، دهغې دکورنۍ له يو غړى سره شهيدان شول او دخپل يوکلن زوى په ګډون له خپلو دوو زامنو سره ټپي شوه چې اوس د ميرمن خيزاد روغتيايي حالت د ډاکترانو له خوا ښه بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته