روغتیا

ايمرجنسي د افغان ډاکټرانو په روزنه کې همکاري کوي

۳۱- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح د ايمرجنسي له مسوولې روسيلا ميچيو سره د دغه بنسټ د همکاريو د پراختيا په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ ميچيو د دغه بنسټ د همکاريو پر زياتوالي ټينګار وکړ او د جدي څارنو او انستيزۍ په برخو کې د افغان ډاکټرانو د روزنې په اړوند د همکارۍ ژمنه وکړه.
هغې وويل: ايمرجنسي په پام کې لري د جدي څارنو او انستيزۍ په برخو کې د تخصص پروګرام په افغانستان کې د ايمرجنسي روغتونونو په کاري پروګرام کې شامل کړي او په دې برخه کې افغان ډاکټران وروزي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح په افغانستان کې د ايمرجنسي د هميشنیو همکاريو مننه وکړه او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت چمتو دى په افغانستان کې له دغه بنسټ سره د همکاريو په پراختيا کې هر اړخيزه مرسته وکړي.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د کرونا واکسين د برابرولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د ايمرجنسي مسوولې ژمنه وکړه چې مخ په ودې هېوادونو کې د کرونا واکسين د عادلانه لاسرسي لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته