امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دخاصو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ په دوو تنو وسله والو مخالفينو چې دترورستي فعاليت دترسره کولو لپاره يې تياري نيوه دملي اردو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول . او په دې پيښه کې يوه اندازه وسلې او جنګي مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې دملي اردو دځواکونو دهغو جلاجلا عملياتو په بهير کې چې دهرات ولايت دشنډنډ ،دپکتيکا ولايت دسرروضې او دلوګر ولايت دمحمد آغې دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول ددښمن يوه اندازه درندې او سپکې وسلې او چاوديدونکې وسايل هم ترلاسه شوي دي .
له بلې خوا دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دلغمان او بادغيس دولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې دملي اردو څلور تنه عسکر ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته