کندز باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
دکندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلي دي.
د باخترآژانس د سيمه يېز خبريال د خبرله مخې ؛ دغه کورنۍ درې ورځې مخکې د قلعه زال ولسوالۍ په بازارکې د وسله والو طالبانو د بريدونوله امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
په کندز ښارکې د قلعه زال ولسوالۍ يوه اوسيدونکي ابراهيم وويل ؛ د تېرو دوو ورځو په بهير کې څه د پاسه زر کورنۍ د آق تيپې له سيمې څخه چې د جګړې سيمه ده له خپلو کورونوڅخه وتلي او اوس دکندزد مرکز په آبدان دښته کې ځاى پرځاى شوي دي.
ده زياته کړه ؛ دغو کورنيو له ځانه پرته د اړتيا نور هيڅ امکانات له ځان سره نه دي لېږدولي .
له بلې خوا د کندز ولايت د مهاجرينو د چارو ريېس سيدعبدالسلام هاشمي د دغوبيځايه شويو کسانو په تايېدولوسره وويل ؛ چې زياتې کورنۍ د قلعه زال ولسوالۍ اوسيدونکي دي او تر اوسه پورې د دغو بيځايه شويوکورنيو دقيق شمېر معلوم نه دى .
سرچينه زياتوي چې؛داټکل له مخې ويلاى شو چې له پنځه سوه تر شپږسوه کورنيو پورې بيځايه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل