کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٦ :
يوه شل کلنه نجلۍ د باميانو ولايت د مرکز په ګوروانا سيمه کې د چړې په ګوزارونو سره ووژله شوه .
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمدعلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې شل کلنې نجلۍ په ټول بدن کې د چړې ګوزارونه شوي او مرى يې هم پرې شوې وه .
د باميانو د ولايتي روغتون د مسوولينو د څرګندونوله مخې: دغه نجلۍ د چړې د زياتو ګوزارونو له امله د عملياتو په وخت کې سا ورکړه.
د امنيت د آمر د څرګندونوله مخې: په دې باب تحقيقات دوام لري او تر اوسه
پورې د دغې نجلۍ د وژنې په تور څوک نه دي نيول شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ